اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو او نوې سر شميرې نتيجو او حد بنديو له امله راراني ټولټاكني د جولائي ، اګست 2023ء څخه وړاندې ممكن نه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل مارچ 2023 كښې به د نوې سر شميرې نتيجي ترلاسه شي او دې نه پس به اليکشن کمېشن آف پاکستان (اي سي پي) له په هېواد كښې حد بندۍ ته حتمي شکل وركولو له څلور مياشتي پكار وي ،دغسې ټاكني به جولائي نه تر اګست 2023 كولې شي۔دې څخه وړاندې ټولټاكني په انتظامي توګه ممكن نه دي۔ وفاقي وزير ووئيل حکومت تر راروانو 8 مياشتو به سېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ په هلو ځلو كښې ېوښت وي ۔په دې مهال د ټاكنو كولو مطلب سېلاب او طوفاني بارانونو له امله د ځپلے شوو غريبانانو نظر انداز کول دي۔كه عمران خان د ټاكنو نيټي په اعلان کولو اصرار کوي نو هغه له نن دا نيټه وركوو چې ټولټاكني به اکتوبر 2023 كښې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل عمران خان ته پخپله هم معلومه ده چې راروانو 6 مياشتو كښې ټاكني ممكن نه دي خو كه بيا هم هغه هنګامه آرائي کوي او لانګ مارچ كوي او دهړكې وركوي نو موجوده حکومت ئې د مخنيوي لپاره چمتو دے۔ده ووئيل 2014 كښې هم عمران خان د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (CPEC) په پيل كولو كښې خنډان راولاړ كړې وؤ ٬ د هغه پرلت له امله د چين صدر دوره د تاخير ښكار شوې وه او په نتيجه كښې ئې د سي پيك منصوبه تقريباً 10 مياشتې ځنډېدلې وه۔اوس يو ځل بيا مسټر خان لانګ مارچ کال كولو دهړكه وركوي كله چې په سي پيك د 11م شريكي رابطه کمېټۍ (JCC) غونډه كېدونكې ده او كومه كښې چې د مهمې پريكړې كولو اداره ده ،ده ووئيل د وزير اعظم د چين دوره هم راروانه مياشت كښې امكان لري،ځكه په دې تناظر كښې د حکومت غير مستحکمولو كومه هم هڅه به د سي پيك پيشرفت متاثره كوي
سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو او د نوې سر شميرې نتيجو او حد بنديو له امله راراني ټولټاكني جولائي ، اګست 2023ء څخه وړاندې ممكن نه دي۔وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : ریل رش