اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو وئيلي دي عدل٬ انصاف او د انساني وقار سرلوړۍ لپاره ضروري ده چې نړيواله ورورولي داسې عملي اقدامات وكړي چې په سبب ئې هند د كشميريانو په ضد خپل موجوده غېرقانوني اقدامات په بېرته اخستو مجبور شي۔ ده د كشمير استحصال ورځې په موقع د مقبوضه جمو و کشمير خاص حېثيت او د آبادۍ تناسب كښې په غېر قانوني توګه بدلون٬ د هندي پوځ لخوا جاري محاصره او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو په تناظر كښې د مقبوضه جمو و کشمير مېړني او وفادار اولس سره د هند د غاصبانه تسلط په ضد په سوله ايزو هلو ځلو كښې اوږه په اوږه دودرېدو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ ائيرچيف ووئيل مونږ به عمر له خپلو كشميريانو وروڼو سره د آزادۍ په حقيقي هلو ځلو كښې ملګرتيا كوٶ
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش