اسلام آباد 05جولائي (اے پي پي) پلډاټ د قامي اسمبلۍ د بجټ سېشن رپورټ جاري كړے٬ د پاكستان انسټي ټيوټ آف لېجسلېټو ډوېلپمنټ اېنډ ټرانسپېرني (پلډاټ) د نهې په ورځ مالي كال 23-2022 لپاره د قامي اسمبلۍ د بجټ پحقله خپل رپورټ جاري كولو كښې وئيلي دي په 24 ورځو كښې د قامي اسمبلۍ17 غونډې شوي۔ رپورټ له مخې د جون 6مې نيټې نه تر 29مې نيټې د قامي اسمبلۍ د غٶنډو دورانيه 52 ساعته او 49 دقيقې وه او په دې مهال په 96 فيصده اېجنډا آئټمز كاروائي شوې۔ د يادونې وړ ده په مجموعي توګه په 17 غونډو كښې د 15 په مهال سل فيصده اېجنډا آئټمز بشپړ كړے شوي او او د جون په اتمه نيټه د غونډې په مهال 67.35 فيصد په ايجنډا آئټمز کارروائي ونه كړې شوه۔ رپورټله مخې د متحده مجلس عمل پاکستان (اېم اېم اے پي) د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالاکبر چتراليد قامي اسمبلۍ په 43مې غونډې په مهال تر ټولو زياتې خبرې كړي او د دې خبرو دورانيه 2ساعته 30 دقيقې رېكارد كړے شوے۔ د بجټ سېشن په مهال قامي اسمبليد فنانس بل 2022 پشمول د 17 بېلا بېلو بلونو منظوري وركړې ده
پلډاټد قامي اسمبلۍ د بجټ سېشن رپورټ جاري كړو٬ په 24 ورځو كښې د قامي اسمبلۍ17 غونډې شوې
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔