لاهور 01 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د ګرانې په وجه اولس ته د ورپېښو ستونزو پوره احساس لري، په نړيواله منډي كښې د څيزونو د زياتېدونكو بېعو په وجه د درآمدي ګرانې د منفي آغېز څخه دوي ساتلو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوو، د پېټرول او ډيزل بېعه كښې د يو لېټر په سر د 10 روپو او د برېښنا په يو يونټ كښې د 5 روپو كمے كول اولس دوست اقدامات دي. د لاهور يوې ورځنې دورې په مهال وزيراعظم عمران خان سره د پېنډې، بهاولپور، ملتان او ساهيوال ډويژن څخه تعلق لرونكو د پارلمان غړو جلا جلا ملاقاتونه وكړل. وزيراعظم د پارلماني غړو ته هدايت وكړو چې دوي اولس سره خپله رابطه قوي كړي چې دغسې هغوي سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د روانو بېلا بېلو سكيمونو په لړ كښې زيات خبر كړے شي. په دې سكيمونو كښې د نيا پاكستان قومي صحت كارډ له مخې يونيورسل هېلتھ كورېج، د احساس كارډ له مخې راشن رعايت پروګرام ، غريبانانو لپاره نور اقدامات، د كسان كارډ له مخې فصلونو لپاره په قرض او ارزانه بېعه معياري تخم، سره او د فصلونو داروګانو وركړه ، د كامياب جوان او كامياب پاكستان پروګرامونو له مخې هوم فنانسنګ، اسانه كاروبارې قرضې او ځوانانو لپاره په وظيفائي مهارتونو كښې تربيه شامله ده. وزيراعظم په دې موقع ووئيل حكومت د ګرانې په وجه اولس ته د ورپېښو ستونزو پوره احساس لري او په نړيواله منډي كښې د څيزونو د زياتېدونكو بېعو په وجه د درآمدي ګرانې د منفي آغېز څخه اولس ساتلو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي. په دې اولس دوسته اقداماتو كښې د پېټرول او ډيزل په بېعو كښې په يو لېټر د 10 روپو او د برېښنا په يو يونټ كښې د 5 روپو كمے شامل دے . ده ووئېل آئي ټي كمپنيز او فري لانسرز لپاره د 100 فيصده ټېكس ختمول او 100 فيصده د غېر ملكي كرنسې ساتلو رعايت او په آئي ټي سټارټ اپس كښې سرمايه كارې لپاره د كېپيټل ګېن ټېكس 100 فيصده رعايت هم په دې اقداماتو كښې شامل دي. ده ووئېل د كامياب جوان پروګرام له مخې به په راتلونكو دوه كلونو كښې په كاروباري قرض د 407 اربه روپو سبسډي وركولې شي. د احساس پروګرام له مخې مياشتنې وظيفه د 12000 روپو نه 14000 روپې كړې شوې. ګرېجوېټ انټرن شپ وظيفه 30000 روپې د مياشتې شوه او 2.6 مليونه سكالرشپس لپاره 38 اربه روپې بېلې كړې شوي. دغسې وزيراعظم دوي ته په صوبه كښې په راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې كاميابي باوري كولو لپاره په لاندې كچه د كاركنانو فعاله كولو هدايت هم وكړو.
وزيراعظم عمران خان سره د پېنډې، بهاولپور، ملتان او ساهيوال ډويژن څخه د تعلق لرونكو پارلماني غړو ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا