نوښار 09 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف اوس هم د هېواد تر ټولو لوي سياسي ګوند دے، وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده ترسره كوي، د اپوزيشن د غبارې نه د وړاندې نه هوا وتلې، دوي نه څه وړاندې كړي او نه به ئې په راتلونكي كښې وكړي، اولس په بلدياتي ټاكنو كښې رد شوي ګوندونه بېرته رد كړي دي. مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اپوزيشن ګوندونه د پاكستان تحريك انصاف د مقبوليت نه يره لري او ځكه د پاكستان تحريك انصاف په ضد د دروغو پروپېګنډې كوي. ده ووئيل چې د خېبر پښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې په وړومبي پړاٶ كښې پاكستان تحريك انصاف تر ټولو زياتې چوكۍ ترلاسه كړې دي خو چې مونږ د څومره چوكۍ توقع لرله، دومره مونږ ترلاسه نه كړې شوې، مونږ د دې د هر اړخ جاج اخستې دے.
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔