پېښور 16 مئي (اے پي پي) د رهبر تحريك خان عبدالولي خان مېرمن او ??شره سياستدانه بېګم نسيم ولي خان په حق رسېدلې. هغه د عوامي نېشنل ګوند پخوانې صوبائي مشره وه. د اے اېن پي پخوانې صوبائي مشرې بېګم نسيم ولي خان كورنۍ د هغې د مړينې تصديق كړے او ??ئيلي ئې دي چې بېګم نسيم ولي خان د ش??ګر او زړه په رنځ اخته وه. بېګم نسيم ولي خان د اے اېن پي د رهبر تحريك خان عبدالولي خان كونډه وه. هغه يو ځل د قومي اسمبلۍ او درې ځله د صوبائي اسمبلۍ غړ?? ټاكل شوې وه. هغه وړومبې مېرمن سياستدانه وه كومه چې د پارلمان غړ?? ټاكل شوې وه. بېګم نسيم ولي خان په كال 1954م كښې ولي خان سره واده كړے و او ??ه كال 1977م كښې ئې د خېبر پښتونخوا د اسمبلې غړ?? ټاكل كېدو د وړومبې مېرمن اعزاز ترلاسه كړے و. بېګم نسيم ولي خان د عوامي نېشنل ګوند د اوسني مشر اسفند يار ولي م??ره او د سنګين ولي خان مور وه.
د خان عبدالولي خان مېرمن بېګم نسيم ولي خان په حق ورسېده
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج