كچھي 04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سيلاب ځپلي انفراسټركچر بحالۍ كار ستائلو سره وئيلي چې ځپلي سړكونه دې زر تر زره بحال كړې شي،د انفراسټركچر بحالۍ كښې بوښت عمله د قام عظيم خذمت كوي،ټول قام په دې سخت وخت كښې يو موټې دې، سيلاب له امله ګڼ كورونه تباه شوې دي او 1300 څخه زيات كسان مړه شوې دي، وزيراعظم د انفراسټركچر په بحالۍ كښې وښت كسانو لپاره 50 لكهه روپو انعام اعلان هم وكړو ،په دې سخت وخت كښې قام يو موټې كيدو سره كار كوي۔د دې خيالاتو څركندونه ده سيلاب ځپلي بلوچستان كچھي ضلع پنجره پل سيلاب ځپلي سړك ٬ ريلوے انفراسټركچر بحالۍ جاج اخستلو او بي بي ناني پل دورې په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د جمعيت علمائے اسلام سينئر لارښود عبدالغفور حيدري ،د بلوچستان وزير اعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو ، د اين ايچ اے چيئرمېن حسن آغا پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم د بلوچستان ځپلي سيمو دوره وكړه ، په دې موقع وزيراعظم ته كچھي ضلع كښې پنجره پل سيلاب ځپلي ريلوے انفراسټركچر بحالۍ بريفنګ وركړې شو، د بريفنګ په مهال اړوندو چارواكو ووئيل د انفراسټركچر بحالۍ كار تندۍ سره روان دې ، انفراسټركچر بحالۍ كښې به وړاندې څخه ښه كار كولې شي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل ځپلي سړكونو دې زر تر زره بحال كړې شي۔ وزيراعظم د انفراسټركچر په بحالۍ كښې بوښت عملې لپاره د 50 لكهه روپو انعام اعلان هم وكړو۔ده ووئيل د انفراسټركچر په بحالۍ كښې بوښت عمله د قام عظيم خدمت كوي ،د بحالۍ كار قامي خدمت دې ، خدمت كونكو ته وګړي دعاګاني كوي،ده ووئيل ټول قام دا مهال يو موټې دې، د ځپلې شوې كسانو څاوري هم اوبو وړلي دي ، فصلونه تباه شوې دي، سيلاب له امله ګڼ كورنه تباه شوې دي او 1300 څخه زيات كسان مړه شوې دي۔ده ووئيل اوسني سيلاب له امله سندھ ، بلوچستان، خېبرپښتونخوا، جنوبي پنجاب او ګلګت بلتستان سيمې زياتې ځپلې شوي۔ده ووئيل په دې خير كار كښې چې څوك هم برخه اخلي هغه د مباركۍ مستحق دي، بايد ټول قام يو موټې كيدو سره په دې سخت وخت كښې خذمت وكړي۔ په دې موقع وزيراعظم د بي بي ناني پل دوره هم وكړه او اړوندو چارواكو هغه ته بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ضلع بولان كښې اوسني باران له امله تباهي شوې، دلته د سيلاب له امله پل هم تباه شوې دې او ټرافك لپاره بند شوې دې۔ده ووئيل اين ايچ اے، د پوليس محكمه ، اسسټنټ كمشنر بشپړه مرسته كړي كومه چې د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل كوم كوآرډينيشن سره چې كار شوې او 8 ساعته پس پل بحال شوې په دې ټول د مباركۍ مستحق دي۔ وزيراعظم ووئيل سيلاب لوئ آفت نه پس وګړو په ښه ډول د ځپليو مرسته كړي ، مصيبت وخت چې راځي ټول قام يو موټې كېږي او ټول شپه ورځ يو كورو سره د ځپليو خذمت كوي۔ده ووئيل دلته چې څومره خواري كښو هم كار كړې هغوي لپاره 30 لكهه روپۍ انعام اعلان كوم ، په دې موقع وزيراعظم ووئيل د بلوچستان وزيراعليٰ هم د 20 لكهه روپو انعام اعلان كړې دې۔ دې كسانو شپه ورځ يو كولو سره پل بيا بحالولو كښې مهم كردار ترسره كرې دې كوم چې يو رول ماډل دې۔ وزيراعظم ووئيل دلته به د ګاز پائپ لائنونه هم زر بحال شي ، د ګاز بحالۍ لپاره هم د 10 لكهه روپو اعلان كوم۔په دې موقع د جمعيت علمائے اسلام سينئر لارښود عبدالغفور حيدري ووئيل دوه مياشتو راهسې پرله پسې بارانونو له امله ټول هېواد كښې د تباهۍ منظر ؤ ، پنجاب ، خېبر پښتونخوا او نوري سيمي ځپلې شوې دي۔دا د لوے څښتن د اړخه يو آزمائش ؤ۔ وزيراعظم شهباز شريف په تندۍ سره په مسئلو قابو موندلو لپاره د بيلو سيمو دورې كړې دي په دې هغه ته پيرزوئنې وړاندې كوم ، صوبو ته دې هم وزيراعظم سپارښتنه وكړي چې په سمدستي توګه هغوي هم د ځپليو مرسته وكړي۔
انفراسټركچر بحالۍ كښې بوښت عمله د قام عظيم خذمت كوي، ټول قام په دې سخت وخت كښې يو موټې دې،وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز