اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان كروندګرو ته د پیښو مسئلو حل كولو اهميت رامخې ته كولو سره د نهرونو څخه د اوبو د غلا مخ نيوي لپاره د پنجاب د اوبه خور محكمې سره په ګډه په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو او كروندګرو ته د هغوي د فصل ښه بيعې ترلاسه كولو لپاره د مېډل مين كردار په كمولو زور راوړے۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د كارټېلائزېشن او ذخيره اندوزۍ مخ نيوي لپاره په اړوند قوانين عمل وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د سوئېلي پنجاب كروندګرو ډلې سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔كروندګرو ته د پېښو مسئلو اهميت رامخې ته كولو سره وزيراعظم عمران خان د نهرونو څخه د اوبو د غلا مخ نيوي لپاره د پنجاب د اوبه خور محكمې سره په ګډه په سمدستي د اقداماتو كولو په حاجت زور راوړو۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د كارټېلائزېشن او ذخيره اندوزۍ مخ نيوي له په اړوند قوانين عمل وكړي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم ته ووئيل شول د اوبو پانګو كښې 28 فيصده كمي په وجه د فصل ځپلے كېدو امكان دے۔وزيراعظم ووئيل د نهرونو څخه د اوبو غلا مخ نيوي سره په كمي قابو موندلے كېدے شي۔وزيراعظم ووئيل د زرعي څانګې صلاحيتونو څخه استفاده كولو لپاره حكومت 277 اربه روپۍ زرعي ايمرجنسي پروګرام پېل كړے۔د دې اقدام مقصد پیداواري صلاحيت زياتول دي۔وزيراعظم ووئيل حكومت د كركيلې څانګه په جديد ډول روانولو لپاره كسان كارډ په خاص توګه وړو كروندګرو له وركوي۔په غونډه ګښې د خوراك قامي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام٬د صنعت او پیداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او د توان وفاقي وزير حماد اظهر هم موجود وو۔
وزيراعظم عمران خان سره د سوئېلي پنجاب كروندګرو ډلې ملاقات
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada