واشنګټن 12 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد د موثره او بشپړه كاروائيو په سوب ترهه ګري ډېره كمه شوې٬ نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې عدم استحكام څخه په پاكستان د پرېوتونكي منفي آغيز په اړه د پاكستان په ان??ېښ??ه پوهه شي٬ پاكستان تر اوسه ?? افغان جنګ ازغي لرې كوي ٬ پاکستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره امريكې سره د شراكت دارۍ په توګه كار كولو له چمتو دے۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د دې خيالاتو څرګندونه په جان هاپكنز پوهنتون كښې د وېنا په مهال وكړه۔ داخله وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل په 20 نكاتي نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد او د دغې له مخې د امنيتي ادارو لخوا د تر سره شوو عملياتو په سوب د ترهه ګرۍ پېښو كښې ښه كمې راغلې ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه نړيوال سرمايه كار دلچسپي اخلي۔ نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې عدم استحكام څخه په پاكستان د پرېوتونكي منفي آغيز او د پاكستان په ان??ېښ??ه پوهه شي۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې په امن او استحكام كښې خوښي لري او د سياسي تفاهم د هر اقدام ملاتړ كوي٬ او هم سياسي تفاهم سوئيلي آسيا كښې د اوږدې مودې امن او د سو??ال?? ضمانت دے۔ ده ووئيل افغانستان كښې د خپلو امنيتي ناکامیو تور په بل لګول د پاکستانی اولس د جذباتو مجروح کولو مترادف ده ۔ ده ووئيل د پاكستان اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل د افغانستان نه د روسيې پشا د تنبېدو نه پس نړيواله ورورلي خو لاړله ٬ لويديزې نړۍ ته خو ټرافي ترلاس?? شه خو پاكستان تر اوسه ?? ھغې ازغي لري۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن لپاره به د سيمې هېوادونو او نړيوالو قواؤ له په ګډه كار كول وي٬ پاكستان خپلواكه هېواد دے٬ تورونه او باور يو ځائې نه شي چلېدې۔ ده ووئيل پاكستان د چا جنګ نه كوي٬ مونږ د خپل سباٶن جنګ كوٶ٬ د امن د لارې د پرمختګ او سو??ال?? جنګ دے۔ احسن اقبال ووئيل د پاكستان حكومت اقتصادي وژن بنياد به منطقه كښې د امن او د استحكام په بحالۍ دے۔ ده ووئيل سي پېك به منقطه كښې د هېوادونو ترمېنځه شريكو روابطو لپاره موثره كردار ولوبوي۔
افغانستان كښې د خپلو امنيتي ناکامیو تور په بل لګول د پاکستانی اولس د جذباتو مجروح کولو برابر ده
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔