اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير س??نې??ر اسحاق ډار د امريكې سره دوه اړ??يزه اقتصادي٬تجارتي ا?? د سرمايه كارۍ اړيكې لا ژورتيا له د خپل خواهش پخلے كړے۔ده دا خبره د شورو په ورځ په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم سره په ملاقات كښې كړې۔د خزانې وزير د امريكې سفير هركلے كړے او امريكې سره په اقتصادي ا?? تجارتي څانګو كښې په تاريخي ا?? پائيداره دوه اړ??يزه اړيكو ئې رڼا اچولې۔د خزانې وزير د امريكې سفير د سخت معاشي صورتحال مخ ن??وي او معيشت د پائيداره نمو په لاره روانولو لپاره د حكومت د معاشي پالېسو او ترجيحات نه خبر كړو۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده دوه اړ??يزه اړيكو ته په وده وركولو اتفاق راغلے ۔د امريكې سفير په دې خبره زور راوړو چې دواړه هېوادونه يو بل سره ښې اړيكې لري٬ده معاشي استحكام او د اولس په سماجي ا?? اقتصادي پرمختګ لپاره د حكومت پالېسۍ او په پروګرام د باور څرګندونه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړ??يزه اقتصادي٬سرمايه كارۍ او تجارتي اړيكو ته د لا ودې لپاره د خپلې خوا د ملاتړ څرګندونه هم وكړه۔دغسې د خزانې وزير د امريكې سفير مننه وكړه او د حكومت لخوا د امريكې سره د دوه اړ??يزه تجارتي ا?? سرمايه كارۍ اړيكو لا پراختيا لپاره ئې د خپل خواهش پخلے وكړو۔
امريكې سره دوه اړخيزه اقتصادي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكې پراخه كول غواړو۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د امريكې سفير سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ