اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي به د جنورې په 24 او 25مه نېټه په ډيووس- كلوسټرز٬ سوئټزرلېنډ كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم ته د دې دورې كولو بلنه د نړيوال اقتصادي فورم باني او اېګزېكټو چيئرمېن پروفېسر كلاس شواب وركړے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم به په يو شمېر مهمو دستورو كښې ګډون كوي او نړيوالو مشرانو او د امريكې٬ اروپا٬ چين او د جاپان ?? 15 نامتو ملټي نېشنل كمپنو مشرانو سره به ملاقاتونه كوي۔ وزيراعظم به د نړيوالو اقتصادي مشرانو د غېر رسمي ډ??لې په خاص غونډه كښې د هېوادونو او حكومتونو مشرانو سره هم ليدنه كوي۔ هغه به د جنورې په 24مه نېټه د بېلټ اېنډ روډ د اثراتو په موضوع په غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي به وال سټريټ جرنل٬ نكي/ اېف ټي ګروپ٬ واشنګټن پوسټ٬ سي اېن اېن او د رائټر پشمول د مېډيا لويو نړيوالو ادارو سره مركې هم كوي۔ د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د وزيراعظم ګډون به كاروبار٬ سرمايه كارې او تجارت لپاره پاكستان ??ه د يو مهم مقام په توګه د رامخې ته كېدو موقع وركړي او د پاكستان پرمختګ كوونكې معيشت به په ډاګه كړې شي۔ دا به په غېر رسمي غونډو كښې يو شمېر نړيوالو مشرانو سره د ملاقات ا?? په بېلا بېلو چارو د خبرو اترو كولو يوه مهمه موقع هم وي۔
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورې په 24 او 25مه نېټه په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : ریل رش