اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د زمبابوے نېشنل ډيفنس يونيورسټي 49 كسيز پلاوي د خپلې غېر ملكي مطالعاتي دورې له مخېد پاكستان خارجه پالېسۍ او د خارجه اړيكو په اړه بريفنګ لپاره د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې د خارجه وزارت دوره كړې ۔د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پلاوي مشري د زمبابوے نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ وائس چانسلر او كمانډنټ ايئر وائس مارشل مائيكل ټېډزاني مويو كوله۔په پلاوي كښې د زمبابوے، بوټسوانا، زیمبیا، تنزانیه، نائجیریا او ملاوی وسله والو ځواكونو افسران شامل وو۔ګډون كوونكو ته د پاكستان خارجه پالېسۍ او د پاكستان خارجه اړيكو په اړه سپېشل سېكرټري(پالېسي پلاننګ اينډ پبلك ډپلوميسي)رضا بشير تارړ بريفنګ وركړو۔ده د پاكستان نزدې ګاونډيانو هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو٬اسلامي نړۍ او لويو طاقتونو سره په اړيكو رڼا واچوله او په ګڼ اړخيزه فورمز كښې يې د پاكستان مثبت كردار او د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د مرستې په اړه ګډون كوونكي خبر كړل۔افريقې سره د پاكستان اړيكو ذكر كولو كښې سپېشل سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې افريقه د سباؤن براعظم دے٬پاكستان او افريقې له په سياسي٬اقتصادي٬كلتوري٬سائنس او ټېكنالوجي ٬ دفاع او كلتور پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته زياتول پكار دي ۔د پوښتنو ځوابونو سېشن سپېشل سېكرټري رضا بشير تارړ او اېډېشل سېكرټري(افريقه)علي جاوېد ترسره كړو۔دغسې په دې مهال ګډون كوونكو د هند٬افغانستان٬امريكې سره د پاكستان اړيكو و په سوئېلي آسيا كښې د ستراتېژېكي استحكام په اړه پوښتنې وكړی۔
د زمبابوے نېشنل ډيفنس يونيورسټي پلاوي په اسلام آباد كښې د خارجه وزارت دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔