اسلام آباد27 مئی (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان د تحريك انصاف د لانګ مارچ په مهال د اونو سوځولو په معامله سي ډي اے څخه رپورټ غوښتلې دې ۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل چې د اندېښنې وړ خبره ده چې په يو سياسي لانګ مارچ كښې د اسلام آباد اونې سوځولې شي٬اونې زمونږ د ښارونو ښكلا ده٬اونې سوځول د ښار او د وګړو په ضد يو جرم دې۔شيري رحمان ووئيل چې مونږ سي ډي اے څخه رپورټ طلب كړې دې چې څومره اونې سوځولې شوي او د ښار ماحولياتي نظام ته څومره زيان رسېدلې دې۔ دې ووئيل سولييز احتجاج كول د ټولو جمهوري حق دې٬په اوسنو كښې پيپلز ګوند 10 ورځې د كراچۍ څخه د اسلام آباد پلو لانګ مارچ كړې يوه ګمله هم نه ده ماته شوې۔ دې ووئيل دوئي وړاندې څخه وئېلي وو چې لانګ مارج به خونړې وي۔ دې ووئيل چې چا هم اونې سوځولې وي د هغوي په ضد به كاروائي كولې شي
د تحريك انصاف د لانګ مارچ په مهال د اونو سوځولو په اړه دې رپورټ وړاندې كړې شي۔ سېنېټر شيري رحمان
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج