اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د شورو په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو سره سره د شريكې خوښې په بېلا بېلو چاور هم د خيالاتو څرګندونه شوه۔ په دې موقع سپيکر ووئيل آذربائيجان د منطقې يو مهم هېواد دے او پاكستان آذربائيجان سره خپلو نزدې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ اسد قېصر ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو اړيكې په مذهب ٬ ورورولۍ او شريك احترام آډانه دي۔ ده ووئيل پاکستان آذربائيجان سره پارلماني او معاشي رابطو ته وده وركولو سره دا اړيكې لا مستحكمول غواړي
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável