اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيرا??ظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د قرآن کريم ناموس لپاره په ګرد هېواد كښې د احتجاج اپيل كولو سره وئيلي دي چې د جمعې په ورځ دې هر پاكستانې د قرآن كريم د تقدس د بېرغ سره خپلو كورونو نه راوځي او په احتجاج كښې دې شريك شي۔ وزيرا??ظم د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل چې د پارلمان شريكې غونډه به د قام د احساساتو او جذباتو بشپړه ترجماني كولو سره د قرآن كريم د تقدس لپاره د خپل پو?? عزم څرګندونه كوي او د سويډن پشمول په ګرده نړۍ به زور رواړي چې د اسلام پشمول د ټو??و مذهبونو٬ د مقدس ??ست?? او عقيدو دې احترام وكړې شي٬ د قرآن ناموس زمونږ د ايمان برخه ده٬ د سويډن پشمول ګرده نړۍ كښې چرته هم د قران پاك بې حرمتي يو مسلمان نه زغمي۔ وزيرا??ظم ووئيل د نړۍ ټول امن پسند٬ مهذب قامونه او نړيوالې ادارې دې د مسلمانانو د زوړونو ازارولو٬ د دوي د مقدس او محترم شعائرو په ضد د كركې خپرولو او د اسلامو فوبيا پېښو لاره نيولو كښې خپل كردار ولوبوي٬ نړۍ شيطان خصلته کردارونو ته سپارل نړيوال امن لپاره خطر دے٬ نړۍ د ناامنۍ٬ كركې او اړي ګړې جهنم ته د ټېله كولو به لاره نيول وي٬ وزيرا??ظم ووئيل هم دا پېغام وركولو لپاره به د جمعې په ورځ د جولائي په 7مه نيټه د قرآن كريم ناموس لپاره ګرد هېواد كښې احتجاج وي٬ لاريون به وباسلې شي٬ هر پاكستانې دې د قرآن كريم د تقدس بېرغ سره خپلو كورونو نه راوځي او په احتجاج كښې دې شريك شي
د جمعې په ورځ دې هر پاكستانې د قرآن كريم د تقدس بېرغ سره خپلو كورونو نه راوځي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د قرآن کريم ناموس لپاره په ګرد هېواد كښې د احتجاج اپيل
Win-Win Fish, Shrimp and Crab Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ