اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان د موسمياتي بدلون او ماحولياتي انحطاط منفي اغېز په ضد د هېواد مدافعت زياتولو په لړ كښې د موافقت اولنۍ قامي تګلارې “نېشنل اېډاپډېشن پلان” اجراء وكړه٬ وفاقي حكومت د منصوبې په متفقه توګه منظوري وركړې ده۔ وفاقی وزیرې د شورؤ په و??ځ د موسمياتي بدلون وزارت اېډيشن?? سېكتر سيد مجتبی حسېن سره په ګډه ميډيا ته ددې تاريخي كاميابۍ په اړ?? بريفنګ وركړو۔ دې ووئيل هېواد په ماحولياتي توګه موافقت او لچك ته اړتيا لري ولې چې د كال 2022 سېلاب څخه و??وستو تباهۍ او د لويې كچې زيانونو د اولس سباؤن لپاره د دې اهميت په ډاګه كړې دې۔ دې ووئيل د مواقفت منصوبه په كال 2019 كښې پېل شوې وه خو ددې په اړ?? په و??ارت كښې كوم دستاويزي ريكارډ ترلاسه نه شو۔ دې ووئيل د ایډیشن?? سېکرټری مجتبیٰ حسېن په مشرۍ كښې ډلې په اولني ځل د موافقت منصوبې له كار كړے دے كومه چې د پرمختګ خپله جوړه كړې شوې منصوبه ده۔ دې ووئيل د دې قومي پلان په تيارۍ كښې د آزاد جموں وكشمي?? او ګلګت بلتستان په شمول ټولو صوبو سره بشپړه مشاورت شوې دے۔ دې ووئيل سري لنكا او بنګله دې سيمه كښې دې څخه وړاندې د قومي موافقت منصوبه جوړه كړې ده۔ دې ووئيل د نړۍ نزدې 40 هېوادونو خپلې منصوبې د ملګرو ملتونو په فرېم ورک کنونشن آن کلائمیټ چېنج ( یو این ایف سی سی سی ) كښې جمع كړي دي دې ووئيل دا پلان يو مهم دستاوېز دے او دا به هم په یو این ایف سی سی سی كښې جمع كولې شي۔ دې ووئيل مونږ په کاپ-27 (مصر كښې) د موسمياتي انصاف نعره پورته كړه۔ زمونږ د ګرين هاؤس ګېسونو اخراج يو فيصد څخه هم كم دے ولې بياهم مونږ د موسمي اثراتو څخه زيات ځپلې هېوادونو كښې شمېرلې شوو۔ وفاقي وزيرې په دې خبره زور راوړو چې پاكستان تر كال 2025 د اوبو كمي سره مخ كېدې شي او دې پلو به فوري پام ګرځول وي۔ دې ووئيل په سندھ كښې د كال 2022 سېلاب ځپليو ته د كورونو او جائيداد ملكيت وركولې شي۔ دې ووئيل په پلان كښی د شهري لچك په څير څانګو ته هم پا ګرځولے شوے دے۔ دې ووئيل د زمكې د كارولو انتظام ٬ قدرتي سرمايه ٬ جنس ٬ ځوان ٬ سماجي شموليت ٬ ډیزاسټر رسک مېنجمنټ او په نېشنل ایډاپټیشن پلان د عملدرآمد حكمت عملۍ فنانسنګ هم د دستاوېز برخه ده۔ دې وړاندېز وركړو چې راروان حكومت دې په و??ارت كښې نیشنل ایډاپټیشن پلان سېکرټریټ جوړ كړي دغسې چې په پلان عملدرآمد له ادارہ جاتی انتظامات باوري كړې شي۔ د موسمياتي بدلون وزارت اېډیشن?? سېکرټری سید مجتبیٰ حسین ووئيل په دې دستاوېز كښې د وزارتونو ٬ صوبائي څانګو او بورډ كښې موجود نورو سره سره د ګرد هېواد نقطه نظر شتون لري كوم چې دا يو بشپړه دستاوېز جوړوي۔
د موسمياتي بدلون او ماحولياتي انحطاط منفي اغېز په ضد د موافقت اولنۍ قامي تګلارې “نېشنل اېډاپډېشن پلان” اجراء، د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان ميډيا ته د تاريخي كاميابۍ په اړه بريفنګ
Ninja vs. Samurai Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا