اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د زيارت په ورځ د متحده قومي موومنټ پارليماني لارښود خالد مقبول صديقي٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق٬د قامي اسمبلۍ غړې كشور زهره سره ټېليفوني تماس نيولے او په كراچۍ كښې په مظاهرينو د پوليس د تشدد ئې غندنه كړې۔خارجه وزير ووئيل پرامن احتجاج باندې تشدد د جمهوري حق نفي ده۔خارجه وزير د اېم كيو اېم غړي اسلم په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې او وئېلې يې دي د پوليس تشدد څخه د اېم كيو اېم غړي سترګې ضائع كېدل افسوسناك او د غندنې وړ عمل دے ۔ده ووئيل د متحده قومي موومنټ په مېرمنو د پوليس تشدد چې څومره هم غندنه وشي كمه ده ٬ ده ووئېل په كوم ډول د اېم كيو اېم منتخب اېم پي اے د كراچۍ په سړكونو راښكلے شوے هغه ټول قام ليدلے ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د سندھ بلدياتي قانون د پيپلز پارټۍ نه علاوه ټولو ګوندونو مسترد كړے۔تر دې چې په پي ډي اېم كښې شامل مسلم ليګ(ن)هم دا مسترد كړے۔د دې قانون په ضد په اسمبلۍ كښې دننه او بهر احتجاج روان دے۔ده ووئيل د دې قانون بدلولو ته ضرورت دے۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د متحده قومي موومنټ پارليماني لارښود خالد مقبول صديقي٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق٬د قامي اسمبلۍ غړې كشور زهره سره ټېليفوني تماس٬په كراچۍ كښې په مظاهرينو د پوليس د تشدد غندنه
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado