اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د حج پروازونو شېډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ اے پي پي سره خپله خصوصي مركه كښې ووئيل چې حج پروازونه به د پاكستان لس ښارونو څخه روانېږي۔ په دې اړه موبائل اېپ “پاك حج اېپ” جاري كړے شوے دے۔ دې سره سره حج له تلونكو ته د اېس اېم اېس د لارې هم د هغوي د پروازونو اطلاع وركړې شوې ده۔ حج له تلونكو ته خواست دې چې هغوي خپل پرواز څخه 10 ورځ وړاندې اړوند حاجي كېمپ ته رج??ع وكړي او خپل وېكسي نېشن وكړي۔ ده ووئيل په 9 مئی به اسلام آباد، کراچۍ او ??اهور څخه درې ٬ درې او سيالكوټ او ??لتان څخه يو يو پرواز روانېږي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې په ضلعي كچه د حج تربيې دويم پړاؤ پېل شوے دے كوم به چې تر آخري حج پرواز روان ساتلې شي۔ ده ووئيل اوور سیز پاکستانیان دې هم له خپلو روانېدو څخه 10 ورځې وړاندې پاكستان ته رارسېدو سره خپل پاسپورټ د ??ج ??زارت كښې جمع كړي دغسې چې د هغوي وېزې او ??كټ ته هم حتمي شكل وركړے شي۔ د مذهبي چارو وزارت به د سوشل ميډيا ٬ حج اېپ او د اېس اېم اېس د لارې د عازمينو لارښودنه روانه ساتي۔ ده ووئيل حج له تلونكو ټولو پاكستانيانو له به سمارټ فون ځان سره وړل لازمي وي دغسې چې هغوي په دې كښې د پاك حج اېپ په شمول سعودي عربستان كښې د حج مناسك ادا كولو له نور اېپس هم ډاؤن لوډ كړې شي۔
د مذهبي چارو وزارت د حج پروازونو شيډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي٬ د مذهبي چارو وزارت وياند
Wanted or Wild Entertainment official APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی