اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي په جموں و کشمير د هند غير قانوني تسلط کوم جواز نه لري، هند په 5 اګس?? 2019 د خپلو اقداماتو د لارې د جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختم کړې او په کشمير??ان?? ظلم زيات شوې، آزادي بنيادي حق دے ، مونږ دې حق سره ولاړ يؤ او د هند جواز نه لرونكے تسلط ختمول زمونږ مشن دے، د پاكستان حکومت به د کشمير??ان?? اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د كشميري چارو وفاقي وز??ر انجينئر امير مقام سره د كشم??ر استحصال ورځ په اړه په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير چارو وزارت د كشم??ر استحصال ورځ په اړه خصوصي آګاهي مهم چلولې٬ په دې د وفاقي وز??ر انجينئر امير مقام مننه كوؤ۔ ده ووئيل د 5 اګس?? 2019 غير قانوني اقداماتو له مخې هند د جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختم کړې، په بے ګناه کشمير??ان?? لويې ظلم روان دے، د هند د اړخه په جمو و کشمير كښې د بنيادي انساني حقونو پرله پسې خلاف ورزي كېږي۔ده ووئيل په جمو و کشمير د هند غير قانوني تسلط کوم جواز نه لري۔ د پاكستان حکومت په جموں و کشمير كښې د ظلمونو تل غندنه كړې ٬ مونږ به د كشمير??ان?? اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتؤ۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د پي ډي اېم حکومت په مهال هم د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته وينا كړې وه او د کشمير??ان?? د خپلواكۍ د حق خبره ئې كړې وه،د ملګرو ملتونو سکيورټي کونسل په قراردادونو عمل درآمد دې باوري كړې شي او په جمو و کشمير كښې دې غير قانوني هندي تسلط ختم كړے شي۔ ده ووئيل د 5 اګس?? 2019 غير قانوني، غير اخلاقي او جواز نه لرونكې اقداماتو لاندې د جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختم کړے شوے او هلته د بشري حقونو خلاف ورزۍ زياتې شوي، په حريت لارښودو ظلم روان دے۔ده ووئيل مونږ غوښتنه كوؤ چې په جمو و کشمير كښې دې بنيادي انساني حقونو سره سره د جمو و کشمير خصوصي حيثيت بحال كړے شي ٬ د ملګرو ملتونو منظور کړې شوي قراردادونو له مخې دې په بے ګناه كشمير??ان?? د ظلم روانه لړۍ بنده كړې شي او كشميري اولس له دې د خپلواكۍ حق وركړے شي۔ ده ووئيل كشمير??ان?? لويې قربانۍ وركړې دي، نن هم هغوې غږ پورته كوي چې مونږ پاكستانيان يو او پاکستان زمونږ دے۔ ده ووئيل آزادي بنيادي حق دے، مونږ د دې حق سره ولاړ يؤ او جواز نه لرونكې هندي تسلط ختمول زمونږ مشن دے،د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې بايد کشمير??ان?? ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شي۔په دې موقع په جموں و کشمير كښې د هند په ظلمونو جوړ شوې يو دستاويزي فلم هم وښودلے شو۔
آزادي بنيادي حق دے،مونږ دے سره ولاړ يؤ ، په کشمير د هند جواز نه لرونكے تسلط ختمول زمونږ مشن دے ۔عطاء تارړ
त्वरित संदेश खेल अखंडता मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena