اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د انساني وقار او مساوات غېر معمولي وکيل او عظيم نړيوال لارښود نېلسن منډېلا ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي نېلسن منډېلا د آزادۍ، امن او د سماجي انصاف ترلاسه كولو لپاره د جرات، خواخوږۍ او عزم مثال دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سوئيلي افريقې لارښود نېلسن منډېلا نړيوالې ورځ په مو??ع خپل پېغام كښې كړې ۔ ده ووئيل نېلسن منډيلا يو اصولي لارښود ٶ او د آزادۍ لپاره د خپل ځان قربانۍ وركولو ته هم چم??و ٶ، د ډېرو ستونزو باوجود هغه د ډېر همت او لچك په مظاهره كولو ثابت كړې چې مو??ږ ټول د نسل پرستۍ٬ امتيازي سلوك او د عدم مساوات په ضد د جنګ صلاحيت لرو۔ صدر مملكت ووئيل نېلسن منډېلا خپل هېواد كښې د نسلي امتياز نظام په ضد جنګ كښې 27 كاله زندان تېر خوړلے ، د سوئيلي آسياء صدر په حېث ھغه په بخښلو او تفاهم زور رواړے، د قامي صلحې پېروي ئې كړې او د لوي اكثريت لرلو باوجود ئې سوئيلي افريقه كښې د سپين پوستې ودانۍ په ??د عدم امتياز باوري كړے۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل راځۍ چې مو??ږ هم د نېلسن منډېلا د مثال او وژن نه سبق واخلو ٬ د كركې په ضد غږ پورته كړو او د بشري حقونو ملاتړ وكړو دغسې چې نړۍ زياته انصاف پسنده ، همدرد، خوشحاله ??و پائيداره كړې شوو ۔ صدر ووئيل نن مو??ږ خپل هېواد او اولس واكمنه جوړولو لپاره د جمهوري اصولو قائمولو د عزم پخلے كوٶ۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل مو??ږ د روادارۍ، جامع او جمهوري فيصله سازۍ، د رائے د اظهار آزادۍ له د عزم هم پخلے كوٶ، نن مو??ږ د قانون په وړاندې برابرۍ او سماجي انصاف لپاره د خپل لوظ تجديد هم كوٶ
نېلسن منډېلا د آزادۍ، امن او د سماجي انصاف لپاره د جرات، خواخوږۍ او عزم مثال دے، د صدر ډاکټر عارف علوي د سوئيلي افريقې لارښود نړيوالې ورځ په موقع پېغام
Monopoly download entrance
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز