اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئېلي دي چې د سېلاب ځپليو د مرستې او بحالۍ لپاره هڅې روانې دي او مونږ به د اولس او انتظامي ادارو مرستې سره د ځپليو زر تر زره بحالۍ كښې كامياب شؤ۔هغه سكهر ??مش??ر هاؤس كښې د سېلاب ځپليو كسانو بحالۍ لپاره د مهمې غونډې نه پس خبريالانو سره خبرې كولې۔په غونډه كښې ??ېم پي اے سيد اويس قادر٬??ېم اېن اے نفيسه شاه٬??ېم اېن اے نعمان اسلام شېخ٬ايم اېن اے پير فضل شاه٬د سكهر ??مش??ر او ډپټي ??مش??ر او نور مشرانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير سيد خورشيد شاه خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې ټول هېواد د اوسني ب??رانونو له امله ځپلې شوې خو سندھ تر ټولو زيات ځپلې شوې٬او د سېلاب او بارانونو دلاسه د لكھونو په شمېر خلك نه يوازې بې كوره شوي بلكې هغوي د خپل مال٬څاروو٬تيارو فصلونو او اثاثه ج??ت څخه هم محرومه شوي دي۔ده ووئيل چې د مالي زيان نه علاوه د قيمتي ځانونو زيان هم شوې۔وفاقي وزير ووئيل چې وفاقي او صوبائي حكومت او ځايې انتظاميه د ځپليو مرستې لپاره هڅې كوي۔وفاقي وزير ووئيل چې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د قوم جذبه د ستائنې وړ ده او د دې جذبې په سبب مونږ په ټولو ستونزو قابو موندلو سره بېرته خوشحال ژوند پلو راتلې شؤ۔
د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره هڅې روانې دي۔وفاقي وزير سيد خورشيد شاه
American Roulette Login Platform
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ