اسلام آباد ۔23اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي و??ير?? مريم اورنګزېب د اسلامو فوبيا په مسئله قابو موندلو له په روانو هڅو كښې تندي رامخې ته كولو او په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو حقونو او د مسلم اقليتونو د ګټو تحفظ له د او آئي سي د كردار ضرورت په ډاګه كولو سره ووئيل د اسلام فوبیا ناوړه رجحان کم شوے نه دے۔ په سوئيلي آسیا کښې د مسلمانانو په ضد کرکه او جنایتونه اندېښمن دي٬ په هند کښې د بې ګناه خلکو وژنه، فرقه ??یزې فسادونه او په الکترونیکي او ټولنیزو رسنیو کښې د اسلام منفي عكس وړاندې كول پرله پسې زیات شوي دي٬ مونږ له به په ريښتيا د اډانه لرونكو خبرونو دلارې د جعلي خبرونو مقابله كول وي٬ د پاكستان او نائيجيريا په څير د او آئي سي يو شمېر هېوادونه د نړۍ د موسمياتي بدلون خطر سره مخ دي۔ په پاكستان كښې د اوسني سېلاب د لاسه نزدې د 40 اربه ډالرو زيان شوے دے٬ په ځپليو هېوادونو كښې د موسمياتي بدلون په ستونزه قابو موندلو له دې فنانسنګ سوا كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ د او آئي سي داطلاعاتو وزيرانو كنفرنس 12 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په كنفرنس كښې د 57 هېوادونو استازانو ګډون وكړو۔ د اطلاعاتو وفاقي و??ير?? د او آئي سي د وزارتي اطلاعاتي كنفرنس د غونډې په مهال د تركيې د اولس او حكومت د بشپړې او سخاوتمندانه مېلمه پالنې مننه كولو سره ووئيل پاكستان په دې پوهېږي چې د سوشل ميډيا د دور نه پس د راپيدا شويو ستونزو د هواري لپاره او آئي سي په زړه پورې هڅې كړي دي٬ مونږ د رسنیو او پبلك پالیسۍ په اړه د او آئي سي اېكشن پروګرام 2025 سره د خپل پېوستون پخلي كوؤ۔ په دې لړ كښې مونږ د او آئي سي غړو هېوادونو د كار استعداد زياتولو او د غوره تګلارې كارولو په لوظ هم ولاړ يؤ۔ وفاقي و??ير?? ووئيل موسمياتي بدلون د ټولو مسئله ده٬ په دې وروستيو كښې پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه تباهي خپرونكي سېلاب سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ په لو??ه كچه ځائي او مالي زيان وشو۔ د دې د لاسه 33 ملين نه زيات وګړي وځپلې شؤ٬ 10 لكه كورونو ته زيان ورسېد او 5 لكه نه زيات كسان د مرستې په كېمپونو كښې په ژوند كولو مجبور شول۔ پاكستان كښې د دې سېلاب دلاسه د 40 اربه ډالرو زيان وشو۔ دې ووئيل د پاکستان حکومت په سېلاب ځپلو سيمو کښې په پراخه کچه د مرستې او بيارغونې کارونه ترسره کړي، مونږ د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د او آئي سي د غړو هېوادونو مننه کوو، چې په سېلاب ځپلو سيمو کښې يې په روانو مرستو کښې بشپړه برخه واخسته۔ دې ووئيل د پاكستان او نائيجيريا په شمول د او آئي سي يو شمېر غړ?? هېوادونه د موسمياتي بدلونونو دلاسه زيات خطر سره مخ دي٬ دې ووئيل سره د دې چې زمونږ هېواد كښې د كاربن اخراج د نشت برابر دے۔ د اسلامو فوبيا په اړه وفاقي و??ير?? ووئيل د اسلام فوبیا ناوړه رجحان کم شوے نه دے۔ په سوئيلي آسیا کښې د مسلمانانو په ضد کرکه او جنایتونه اندېښمن دي٬ په هند کښې د بې ګناه خلکو وژنه، فرقه ??یزې فسادونه او په الکترونیکي او ټولنیزو رسنیو کښې د اسلام منفي عكس وړاندې كول پرله پسې زیات شوي۔ دې ووئيل مونږ له به د اسلاموفوبيا م??ني??ي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كول وي۔ دې ووئيل د اسلامي نړۍ نمائنده تنظيم كېدو حېثيت سره او آئي سي په انفرادي توګه په دې هڅه كښې د اولني صف كردار ترسره كولو له چمتو دے او د ګردې نړۍ مسلمانانو بنيادي حقونو او د مسلم اقليتونو ګټو تحفظ له بايد خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ وفاقي و??ير?? په دې لړ كښی يو څو سفارشات وړاندې كولو سره ووئيل مونږ له به د اطلاعاتی استعماریت مقابله كول وي او يو نوے انفارمېشن رجيم به جوړول وي۔ دې ووئيل مونږ له به د اسلام?? هېوادونو ترمينځه د اطلاعاتو همغږۍ پېدا كولو له لا ډېر كار كول وي۔ دې ووئيل مسلمانانو رياستونو ته هم پکار دي چې د اسلام او اسلامي ټولنو په اړه د غلط فهمۍ مخه ونيسي۔ دې ووئيل د ناسمو معلوماتو م??ني??ي لپاره جمهوريت ته لا زياته وده وركول ٬ زيات اولسي ګډون ٬ په اجتماعيت كښې زياتوالې او د رايې آزادۍ ته خصوصي پام ګرځول بايد زمونږ مقصد وي۔ حساس ولې په نړيواله كچه رامخې ته كېدونكي موضوعات بايد زمونږ هدف وي كوم چې د مسلمانانو او اسلام?? هېوادونو په ضد ناوړه او بې لارې كوؤنكي نيت سره كارول كېدې شي۔ دې ووئيل مونږ له به د فېك نيوز مقابله د ريښتا خبرونو د لارې كول وي٬ مونږ له به د اولس حقيقي ترجماني كول وي۔ دې ووئيل داسې قوانينو ته اړتيا ده چې ورسره كركه خپرونكي او دھوكه وركوؤنكي خبرونه په ګوته كړې شي او دې كښې ككړو عناصرو ته سزا وركړې شي۔ دې سره سره د بنيادي آزادۍ تحفظ به هم باوري كول وي۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسبملۍ څخه د مارچ 15 مې نېټې د اسلاموفوبيا م??ني??ي نړيوالې ورځې لمانځلو د منظورۍ قرارداد يو لو??ے ګام دے٬ مونږ به د دې قرارداد په نتيجه كښې رامخې ته شوې تحريك لا ګړندې كول او د دې دائره لا پراخه كول وي۔ دې ووئيل مونږ د او آئي سي عمومي سېكتر ته خواست كوؤ چې اسلامو فوبيا لپاره خپل ځانګړې استازې وټاكي۔ دې ووئيل اسلامو فوبيا لپاره د ځانګړي استازي ټاكنې پرېكړه په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښی په منظور كړې شوي قرارداد كښې شوې وه۔ دې ووئيل د او آئي سي په مشرۍ كښې دې د پوهانو پېنل جوړ كړے شي كوم چې د اسلاموفوبيا پېښو م??ني??ي لپاره تنظيم ته وړاندېزونه وركړي۔ د اطلاعاتو وفاقي و??ير?? د كشميري او فلسطيني اولس استقامت ته د عقيدت پېزوينې ډالۍ كولو سره د غړو هېوادونو له ميډيا څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د كشمير او فلسطين اولس مصيبتونو او د مړانې تحريك ته زيات كورېج وركړي۔ دې ووئيل د او آئي سي غړو هېوادونو ميډيا دې د انسانيت په ضد منظمې خلاف ورزۍ په ګوته كولو سره په مقبوضه سيمو كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو حقيت او شدت څخه نړۍ خبر كړي۔ وفاقي و??ير?? ووئيل پاكستان په منطقه كښې د امن هڅو لپاره مخ په وړاندې روان دے او مونږ هيلو لرؤ چې په منطقه كښې تلپاتي امن او د اوږدې مودې پرمختګ لپاره به د پاكستان د هڅو ادراك وكړے شي۔ دې ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم غړ?? هېوادونه بايد د اسلام او د دې د تعليماتو حقيقي عكس وړاندې كولو ٬روادارۍ او په سوليز ډول ژوند كولو ته وده وركولو او د ترهګرۍ او انتها خوښۍ مسترد كولو له په لو??ه كچه د ميډيا ټولز او آپشنز كارولو هڅو ترمينځه تړون رامخې ته كړي۔ وفاقي و??ير?? په دې لړ كښې سفارشات وړاندې كولو سره ووئيل مونږ له به د او آئي سي غړو هېوادونو ميډيا تنظيمونو ترمنځه ستراجيكي همكاري رامخې ته كول وي٬ مونږ له به د اسلام د حقيقي روح له مخې د ناسمو معلوماتو م??ني??ي او د اسلامي اقدارو ودې له په ګډه اسلام ميډيا اېكشن انسټيټيوشنز جوړول وي۔ دې ووئيل د او آئي سي جنرل سېکرېټرېټ د اطلاعاتو څانګه دې د ناسمو معلوماتو او اسلامو فوبيا م??ني??ي لپاره د ګډې هڅو مشري وكړي۔ دا د غړو هېوادونو څخه خبريالان ټاكلې شي او د اړوندو ابلاغ ذريعو د لارې په تحقيقي صحافت او حقائقو د اډانه لرونكي رپورټنګ آساني وركولو مقصد سره د جموں وكشمير او فلسطين دورو اهتمام كېدې شي۔ دې ووئيل او آئي سي له به د كلتوري او ميډيا پلاويو تبادلو لپاره كوټلي هدفونه ټاكل وي۔ دې ووئيل مونږ له به د سوشل ميډيا او سائبر اسپېس په دور كښې ناسمو معلوماتو او اسلاموفوبيا له يو وركنګ ګروپ جوړول وي۔ ورکنګ ګروپ د تجربو ګډولو او په دې مسائلو بشپړه خبره كولو سره سره خپلو كښې د نشست كولو له مخې هم كار كولې شي۔ دې ووئيل پاكستان د وركنګ ګروپ د اولنۍ غونډې د كوربتوب پېشكش كوي۔ دې د دې باور څرګندونه وكړه چې د او آئي سي د اطلاعاتو وزيرانو كنفرنس كښې شوې بشپړه غور به د ناسمو معلوماتو او د اسلامو فوبيا م??ني??ي لپاره د اجتماعي هڅو او همكارۍ زياتولو كښې مهم كردار ترسره كړي
او آئي سي له به د مسلمانانو د بنيادي حقونو او د مسلم اقليتونو د ګټو تحفظ له خپل كردار ترسره كول وي ٬ مونږ له به په ريښتيا د اډانه خبرونو د لارې د دروغو خبرونو مقابله كول وي٬ مريم اورنګزېب
Roulette 1-Azure Online Website
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil