اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) پا??ستان په ډنمارك كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښي سخته غندنه كړې ده۔د خارجه دفتر وياندي د اړخه جاري شوې پریس ریلیز كښې وئيلي شوې چې پا??ستان په ډنمارك كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ احمقانه او جارحانه فعل سخته غندنه كوي۔ اسلام فوبیا ښکار كسانو د اړخه څو ورځي وړاندې په سویډن كښې هم دا ډول حركت شوې ؤ۔دې ووئيل دا ډول مکروه فعل تکرار سره په ټ??له نړۍ كښې د مسلمانانو په ذهنونو كښې دا شك پيدا شوې چې مذهبی منافرت خپرولو او د تشدد راپارولو لپاره د رايو څرګندوني آزادۍ ښكاره استحصال کیږي۔ وياندي ووئيل دا ډول ناوړه حرکت په قانونی فریم ورك هم سوالیه نشان دې۔دې ووئيل دا په يو داسې وخت كښې كله چې د امن لپاره د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او شريك احترام ته اړتيا ده۔ دې ووئيل نړيواله ورورولي د كركي خپرونكو څخه سترګي نه شي اړولې۔دې ووئيل پا??ستان د خپل موقف پ??لې كوي چې د رايو څرګندوني آزادۍ د ذمه وارو سره تړلې ده۔ پا??ستان دا هم مني دا د حكومتونو سره سره د نړيوالي ورورولۍ هم ذمه واري ده چې دې ډول نسل پرستانه او اسلام په اړه د كركي وړ کارروائیو مخنيوي وكړي۔دې ووئيل پا??ستان خپل تحفظات د ډنمارك چارواكو ته رسولې دي ۔ پا??ستان په ډنمارك زور راوړي چې د پا??ستان اولس او ټولي نړۍ مسلمانانو د جذباتو خيال وساتي او په سباؤن كښې دا ډول د كركي وړ او اسلاموفوبیك کارروائیو مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔
پاکستان په ډنمارك كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښي سخته غندنه كړي ۔ د خارجه دفتر ويانده
Scroll love scroll APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena