لاهور 13 مارچ (اے پي پي)وزي??اع??م محمد شهباز شريف وئېلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل غريب اولس لپاره په روژه كښې د وړيا اوړو وركولو پیكج رامخې ته كړے شوے٬د وړيا اوړو تقسيم دې په سپيځلې توګه باوري كړے شي٬روژه كښې به د ټول پنجاب 1 كروړ 58 لكه كورنيو ته وړيا اوړه وركولې شي٬د اوړو رسنې په مهال د غلا مخ نيوي لپاره دې جديد ټېكنالوجي استعمال كړی شي۔د ګل په ورځ د وزي??اع??م آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزي??اع??م محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د رمضان پیكج له مخې د وړيا اوړو رسنې د جاج اغستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پنجاب حكومت لخوا په روژه كښې د وړيا اوړو تقسيم په پروګرام تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې د پنجاب لنډ مهاله وزيراعلٰی سيد م??سن رضا نقوي٬د وزي??اع??م صلاحكار احمد چيمه او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون و??ړو۔ده ووئيل د وړيا اوړو په معيار به كومه سمجهوته ونه زغملې شي ٬ د وړيا اوړو سكيم كښې خپل اهليت د ??ېس اېم ??ېس د لارې كتلې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت به نورو صوبو ته هم په دې پروګرام كښې مرسته وركوي۔وزي??اع??م ووئيل د وړيا اوړو تقسيم د 25 شعبان څخه به تر 25 رمضان جاري وي۔ده هدايت وكړو چې د اوړو تقسيم دې د 8 زره 500 يوټېلټي سټورز د لارې وكړے شي او د اولس آسانيو لپاره دې د اوړو تقسيم نور 20 زره پوائنټس جوړ كړے شي۔
د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل غريب اولس لپاره په روژه كښې د وړيا اوړو وركولو پیكج رامخې ته كړے شوے٬د وړيا اوړو وېش دې په سپيځلې توګه باوري كړے شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
Masters of Olympus APP game official website
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ