اسلام آباد 28مارچ (اے پی پی)د قا??ي اسمبلۍ ??پيكر راجه پروېز اشرف د لائرز ويلفيئر اينډ پروټيكشن بل 2023 او د سپريم كورټ پريكټس اينډ پروسيجر بل 2023 قا??ون او د انصاف قائمه كمېټۍ ته لېږلو سپارښتنه كړې چې كمېټۍ دې زر تر زره په دې بلونو خپل راپور ايوان ته وړاندې كړي۔د نهې په ورځ د قا??ي اسمبلۍ ??ونډې په مهال د قا??ون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د قا??ي اسمبلۍ ??ونډې په مهال د لائرز ويلفيئر اينډ پروټيكشن بل 2023 په ا??وان كښې وړاندې كړو۔د قا??ون وفاقي وزير ووئيل كابينې دا بل منظور كړے ؤ او دا بل د وخت ضرورت دے او د لائرز خېرښېګړی او تحفظ لپاره ډېر اهميت لرونكے دے۔ده استدعا و??ړه چې بل دې د لا غور كولو لپاره كمېټۍ ته ولېږلے شي۔د قا??ون وفاقي وزير د سپريم كورټ پريكټس اينډ پروسيجر بل 2023 هم ايوان ته وړاندې كړو۔ده ووئېل په عدالتي تاريخ كښې آرټيكل 184 (3) په اړه ډېر بحث شوے٬د بار مختلف باډيز هم په دې ډېرې خبرې كړي٬سپريم كورټ په يوه ورځ كښې څلور څلور ازخود نوټس هم اغستي او دا زمونږ تاريخ دے چې په مهمو قا??ي چارو پريكړی رېورس شوي۔ ده ووئېل په وړو وړو خبرو او معاملات هم نوټسز اغستلے شوي خو په تېرو ورځو كښې د عدالت عظمٰی يوه پري??ړه راغلې چې پكښې معزز ججانو صاحبانو د سپريم كورټ د رولز په اړه مهمې خبرې كړي ۔ ده ووئېل په عدالتي تاريخ كښې هغه وختونه هم راغلي وو چې فرد واحد خپل اختيارات په كوم ډول كارولي ٬ په هغې د عدالت عزت او وقار مجروح شوے ٬ ده ووئېل پاكستان بار كونسل په دې خبره زور راوړے ؤ چې پارليمان دې د بينچز تشكيلولو او د ازخود نوټس استعمال په اړه قا??ون سازي وكړي۔ځكه چې په عدالتي طريقه كار كښې د كمزورو په سبب ډېرې ناانصافۍ شوي٬ ده ووئېل كوم هم ملزم ته د درخواست حق وركول ضروري وي٬د كلونو څخه دا غوښتنې كېږي ٬ د نظرثانۍ درخواستونو په اړه هم په رولز كښې د بدلون كولو ضرورت دے٬د مجموعي عدالتي پريكړې څخه هم تشويش راپېدا شوے د كوم چې په هره كچه اظهار كېږي ٬ ده ووئېل كابينې په دې اړه په يوه خله بل منظور كړے چې له مخې به يې داسې بدلونونه وكړے شي چې كومه مقدمه هم په سپريم كورټ كښې درج شي نو هغه به په داسې بنچ كښې لګولې شي چې د هغې تعين به چيف جسټس او په دوو سينئر ترين ججانو مشتمل كمېټي كوي۔د قا??ي اسمبلۍ ??ړي برجيس طاهر به دې مهال ووئېل په دې دواړو بلونو د تفصيلي مباحثې ضرورت دے۔ده سپيكر ته استدعا و??ړه دواړه بلونه دې كمېټۍ ته ولېږلې شي۔رمېش كمار هم بل كمټۍ ته د لېږلو درخواست وكړو۔افضل ډهانډله وووئيل په كمېټۍ كښې په دې بلونو تفصيلي غور كول پكار دي۔د قا??ون وزير ووئيل بحراني كېفيت دے٬بل دې بې شكه كمېټۍ ته ولېږلے شي خو كمېټي دې سبا غور وكړي دغسې چې بحراني كېفيت ختم شي۔احمد حسېن ??هړ ووئېل آئين جوړونكې بهټو سره چې كوم سلوك شوے ٬په دې هم خبره كول پكار ده ۔ده تجويز وركړو چې سبا دې د كمېټۍ غونډه راوبللې شي او په بل تفصيلي غور نه پس دې پري??ړه وكړې شي۔د قا??ي اسمبلۍ ??پيكر راجه پروېز اشرف ووئېل د ايوان رائے تر مخه دواړه بلونه د قا??ون او انصاف قائمه كمېټۍ ته لېږلے كېږي۔ده تاكيد وكړو چې كمېټې دې زر تر زره د دې بلونو په اړه خپل راپور په ا??وان كښې وړاندې كړي۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر لائرز ويلفيئر اينډ پروټيكشن بل 2023 او د سپريم كورټ پريكټس اينډ پروسيجر بل 2023 د قانون او انصاف قائمه كمېټۍ ته د لېږلو سپارښتنه وكړه
Wanted or Wild APP game website
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável