اسلام آباد 16نومبر(اے پی پی)په رېلوے وزارت كښې د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په مشرۍ كښې د رېلوے چارواكو اعلٰی كچ غونډه شوې ۔غونډې ته ووئيل شول چې رېلوے وزارت ګټه وره او زړه راښكونكے جوړولو لپاره په ټولو اقداماتو په تندۍ سره كار روان دے۔پاكستان رېلوے د مسافرو لپاره سفري آسانۍ په جديدو بنيادونو لا ښه كولو پريكړه كړې۔اولس لپاره سفر لا محفوظ او زړه راښكونكے جوړولو لپاره په ټولو مسافرو ټرينونو كښې د سيكورټي لپاره د سي سي ټي وي كيمرو لګولو پريكړه شوې دغسې چې سفر محفوظ كړے شي۔راتلونكې مياشت څخه به ګرين لائن مسافرو لپاره بيا بحال كړے شي ٬ دغسې د پنډادانخان څخه ملكوال ټرين سروس پیل كولو لپاره ډي٬اېس پېنډۍ ته د اړوندو ډپټي كمشنرانو او د سيمې مهمو شخصياتو سره د ملاقات كولو په اړه جامع رپورټ تر رارونې اونۍ د وړاندې كولو حكم هم جاري كړے شوے
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ