اسلام آباد 03 مئی(اے پی پی)د وفاقي تعليم او پېشه وره تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئېلي دي پاكستان په هر ډول مخ په وړاندې روان دے ٬تر 2018 به لوډشېډنګ ټول عمري لپاره ختم شي٬زلمي زمونږ سباؤن دے ۔ده د شورو په ورځ د بحريه پوهنتون 17م كانوكېشن ته خطاب كولو۔په دې مهال ده ووئيل اولس پتاسو وياړ لرې او طالبعلمان زموڼږ سباؤن دے ٬دوي بايد په اتحاد كار وكړي۔ده ووئيل دا وخت نړۍ ته د وئېلو دے چې زمونږ هېواد د چا نه كم نه دے۔ده ووئيل طالبعلمان بايد د استاذانو او خپلو مشرانو احترام وكړي۔ده ووئيل مايوسي ګناه ده حالات چې څنګه هم وي مونږ له به خپل هېواد عظيم جوړول وي۔ده ووئيل د 2015 معاشي سروے ترمخه بې روزګاري كمه شوې۔ده ووئيل نيلم جهلم پروژه به زر بشپړه شي٬په بهاشا بند كار روان دے او د هغې زياته برخه بشپړه شوې٬ ده ووئېل تر 2018 به 16 زره مېګاواټ برېښنا سسټم ته راشي او لوډشېډنګ به ختم شي۔بليغ الرحمان ووئيل جي ډي پي به زياته شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي۔ده ووئيل د قانون نافذ كوونكو ادارو هڅو سره هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې او په شدت خوښۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې دې
پاكستان په هرډول مخ په وړاندې روان دے
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد