برسلز 24 اکتوبر (اے پي پي)د تجارت او سرمايه كارۍ وفاقي وزير سيد نويد وئېلي دي د تجارت او سرمايه كارۍ اړيكې د اروپائي ائتلاف سره د پاكستان ګڼ اړخيزه اړيكو كليدي حصه ده ٬جي اېس پي پلس يو شريك ګټور اقدام دے كوم چې د اروپائي ائتلاف هېوادونو سره د پاكستان دوه اړخيزه تجارت وده كښې مهم كردار ادا كړی٬هيله ده چې نوې جي اېس پي پلس ريګولېشن به استفاده كوونكو هېوادونو كښې د تل پاتې پرمختګ٬د غربت خاتمه او ګډ ګورننس كښې د معاونت خپل مركزي اصولو پلو پام وكړي۔په برسلز كښې د پاكستان سفارت لخوا ترلاسه پرېس رېليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه دوي د ګل په ورځ د تجارت او سرمايه كارۍ وفاقي وزير سيد نويد قمر په برسلز كښې د نړيوال تجارت چيئرمېن د اروپائي پارلمان غړې برنډلينج سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړی۔په ملاقات كښې د بېلجيئم٬لكسمبرګ او په اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان او نور چارواكې هم موجود وو۔د تجارت وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو د تجارت او سرمايه كارۍ اړيكې د اروپائي ائتلاف سره د پاكستان ګڼ اړخيزه اړيكو كليدي حصه ده۔ده ووئيل جي اېس پي پلس يو شريك ګټور اقدام دے كوم چې د اروپائي ائتلاف هېوادونو سره د پاكستان دوه اړخيزه تجارت وده كښې مهم كردار ادا كړي۔وفاقي وزير په دې خبره هم رڼا واچوله چې معاشي استحكام او پرمختګ په خاص توګه د سېلاب نه پس د موجوده حكومت مهم ترجيحات دي او اروپائي ائتلاف دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره د پاستان يو لوي شراكتدار دے۔د تجارت نړيوال چيئرمېن او د اروپائي پارلمان غړې برنډلينج د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر مننه وكړه او د پاكستان او اروپائي ائتلاف اړيكې لا قوي كولو لپاره ئې په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو چې پكښې د بهترۍ لپاره د پلاويو تبادله هم شامله ده۔د كركيلې لپاره د اروپا كمشنر مستر جانوس ووجشيچوسكي سره د ملاقات په مهال د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر د كركيلې په څنګه كښې په خاص توګه د كركيلې صنعتونه جديد جوړول٬د ذخيره كونكو آسانيو پراختيا٬تحقيق٬د اوبو انتظام٬فوډ سېكورټي او د سېلاب څخه بچ كېدو كښې د پاك اروپائي ائتلاف مرستې زياتولو په اهميت زور راوړو۔
د تجارت او سرمايه كارۍ اړيكې د اروپائي ائتلاف سره د پاكستان د ګڼ اړخيزه اړيكو كليدي حصه ده ۔د سيد نويد قمر داروپائي ائتلاف نړيوال تجارتي كمېټۍ چيئرمېن او د اروپائي ائتلاف ايګريكلچر كمشنر سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل