اسلام آباد۔11جون (اے پی پی) حكومت د راروان مالي كال وفاقي بجټ كښې د سركاري ملازمانو لپاره د 10 فیصده اېډهاك ريليف الاؤنس او پنشن كښې د 10 فيصده اضافې اعلان كړے ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وړاندې كړي راروان مالي كال بجټ وېنا كښې د خزانې وفاقي وزير شوکت ترین اعلان وكړو چې معاشي حالات ښه شوي او مونږ دا محسوسوو چې د ګرانۍ د لاسه د خلقو د خېزونو اغستو قوت ځپلے شوے ٬ له دې كبله د سركاري ملازمانو او پنشنرز لپاره د اقداماتو اعلان كولے شي چې له مخې به ئې د جولائي اولنۍ نېټې نه ټولو سركاري ملازمانو ته 10 فيصده اېډهاك ريليف الاؤنس وركولے شي۔ د جولائي اولنۍ نېټې نه به 10 فيصده اضافه كولې شي۔ د اردلي الاؤنس د مياشتې 14 زره روپو نه 17500 كړے شوے۔ د ګرېډ 1 نه تر 5 ملازمانو انټیګرېټډ الاؤنس 450 روپو نه د 900 روپو كولو وړاندېز دے۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج