اسلام آباد 01جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارووزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د امريكې او پاكستان مقصد يو دے٬ هند سره امن غواړو خو په كشمير سترګې نشو پټولې٬ د ترسيلات زر شرح د برآمدات د شرح نه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په پارلمانكښې د وېنا او د مجموعي سياسي صورتحال پحقله يو بيان كښې ده ووئيل وزيراعظم پرون حكومتي پاليسي واضح كړې ٬ مونږ هند سره امن غواړو خو په كشمير سترګې نشو پټولې۔ وزيراعظم ووئيل كه هند پخپل غېر قانوني تسلط لرونكې جمو و كشمير كښې حالات معمول ته راولي نو مونږ دوي سره خبرو اترو له چمتو يو۔ ده ووئيل نن په افغانستان كښې د امن په اړه د امريكې او پاكستان مقصد يو دے٬ نن امريكا هم په دې خبره قائل شوې چې د افغانستان مسئله پوځي حل نه لري٬ مونږ چې څه وئيل نن نړۍ زمونږ موقف تسليموي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول غواړو ٬ خو چې اپوزيشن په دې لار كښې خنډان نشي۔شاه محمود قرېشي ووئيل شهباز شريف چې كوم وړاندېز وركړے ھغه د عمل وړ نه دے٬ نن داسې ټېكنالوي موجود ده د كومې په كارولو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان٬ د هېواد مرسته هم كولې شي او شراكتدار هم جوړېدے شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل وزيراعظم وئيلي دي د پاکستان د قربانيو اعتراف نه دے شوے٬ د پاکستاني قام د ستائنې كولو په ځاے په دوي تهمتونه لګولې شوي٬ په ماضي كښې يو څو كسانو خپل اقتدار ته دوام وركولو لپاره وئيلي وو چې تاسو بريدونه كوۍ مونږ به ئې غندنه كوٶ۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ امريكې سره اړيكې ډېر سمې دي٬ خو د دې دا مطلب نه دے چې زمونږ هډو عزت نفس نشته٬ د افغانستان پحقله ده ووئيل مونږ نه غواړو چې په افغانستان كښې نوے جنګ وي٬ مونږ هلته امن غواړو٬ په افغانستان كښې د امن ذمه واري د افغان قيادت جوړېږي، مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل الله دې نه كړي كه په افغانستان كښې حالات خراب شي نو د افغانستان نه پس به پاكستان د ټولو نه زيات ځپلے كېږي۔ د هېواد صورتحال پحقله خارجه وزير ووئيل پرون بلاول بهټو په ناپوهې كښې خبرې كولې٬ د كومو رواياتو چې بلاول خبره كوله ھغه ئې په سندھ كښې ولې نه دي خپل كړي٬ ما چې كله بلاول ته آئينه وښودله نو ذاتي حملې ئې وكړې۔ ده ووئيل دا پيپلز پارټي د ذوالفقار علي بھټو نه د زرداري پارټي ده،بلاول، بھټو نه دے، بلاول زرداري دے۔ خارجه وزير ووئيل سندھ كښې كرپشن اسمان ته رسېدلے٬ مونږ د پېل څَخه هم دا وئيل چې اپوزيشن دې زمونږ خبره واوري او مونږ به د اپوزيشن٬ او پرېكړه دې په اولس پرېښودلې شي۔
هند سره امن غواړو خو په كشمير سترګې نه شو پټولې٬ په افغانستان كښې د امن ذمه واري د افغان قيادت ده ٬ بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول پكار دي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین