اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د نېشنل فوډ سېكوريټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سید فخر امام وئيلي دي چې هر وګړي ته صحت مند غذا رسول د رياست بنيادي او آئيني ذمه وره ده٬ دا مهال د پاکستان پشمول ګرده نړۍ د غذائي پېداوار او د غېر معياري غذا چېلنجونو سره مخ ده٬ هېواد څخه د غذائي قلت خاتمه د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده د كومو مخنيوي لپاره چې به هنګامي اقدامات كول وي۔ د ګل په ورځ د يو اېس اېډ او اېس ډي پي آئي تر سېوري لاندې د جديد ټېكنالوجۍ استعمال پحقله غونډې ته وفاقی وزیر سید فخر امام ووئيل د خوراك ترسيل كښې اضافه ازخود د ټولنې تر بې وسه طبقو د رسېدو نعم البدل نشي كېدې،۔ د غذائی تحفظ او د خالص غذا وركړه باري كولو پحقله په حكومتي اقداماتو رڼا اچولو سره سید فخر امام ووئيل هېواد څخه د غذائي قلت خاتمه د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده۔ د پاکستان د وژن حواله وركولو سره وفاقي وزير ووئيل غذائي تحفظ او غذائيت نه ډك خوراك لپاره په هر كچه اقدامات او لارښودنه روانه ده ۔ ده ووئيل نړيوال كوټلي پرمختيائي هدفونه (اېس ډی جیز) د حکومت بنيادي اېجنډا ده او په وفاقي او صوبائي كچه د دې د يو ډول نفاذ عزم لرو، د ذكر شوي فرېم ورك له مخې د غذائي قلت خاتمه٬ غذائي تحفظ باوري كول ٬ د خالص خوراك ترلاسه كول او په زرعي څانګه كښې كوټلي پرمختګ ته وده وركولو د نړيوال كوټلي پرمختيائي هدفونو II بنيادي اهداف دي او د دې هدفونو ترلاسه كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ۔ ده ووئيل زرعی څانګه كښې جديد ټېكنالوجۍ څخه استفاده كول هم په اقداماتو كښې شامل ده او د دې اقداماتو په نتيجه كښئ به غذائي تحفظ او په غذائی قلت قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي
د پاکستان پشمول ګرده نړۍ د غذائي پېداوار او د غېر معياري غذا چېلنجونو سره مخ ده٬ هېواد څخه د غذائي قلت خاتمه د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده۔د سید فخر امام د يو اېس اېډ او اېس ډي پي آئي تر سېوري لاندې د جديد ټېكنالوجۍ استعمال پحقله غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ