جنیوا ۔9جنوری (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي په پاکستان کښې د سخت سيلاب له امله د ځپلے شوو 33 مليونو خلقو د بحالۍ او بيا رغونې عمل په لوي چيلنج قابو موندلو لپاره د 8 اربه ډالرو نړيوالې مرستې هيله لرؤ ٬ د بيا رغونې او بحالۍ مهم مشن پلو روان يؤ دغسې چې ځپلے اولس يو وارې بيا په خپلو پښو اودرېږي ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وئيلي دي پاكستان كښې د سېلاب د لاسه د شوي زيان تر مخه د بحالۍ او بيا رغونې هڅو له به په لويه كچه سرمايه كاري كول وي۔ مونږ پاكستان سره ولاړ يؤ۔ د ګل په ورځ د ريليينټ نړيوال كنفرنس جنيوا په موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريس سره خبري كنفرنس ته په خطاب كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د سېلاب ځپلو بحالۍ او بيا رغونې لپاره 8 اربه ډالره ملكي او دومره بهرنۍ مالي مرستې ته اړتيا ده۔ وزيراعظم د پاكستان سېلاب ځپليو بحالۍ او بيا رغونې كار لپاره د ملګرو ملتونو په مرسته د ریزیلیئنټ نړيوال كنفرنس حواله وركولو سره ووئيل اسلامی پرمختيائي بېنك ځپليو لپاره د 4 اربه 20 کروړه ډالرو اعلان كړے ٬ دغسې نورو ادارو او هېوادونو هم مالي مرسته اعلان كړې او په دې مونږ د ټولو مننه كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل د سېلاب د لاسه په پاكستان كښې په پراخه كچه تباهي رامخې ته شوې ٬ د 30 اربه ډالرو نه زيات مالي زيان شوے ، 3 كروړه نه زيات كسان بې كوره شوي٬ په لكھونو اېكړه ولاړ فصلونه تباه شوي٬ د سېلاب د لاسه پاكستانے اولس او انفراسټركچر ډېر زيات ځپلے شوے٬ د ځپليو بحالۍ او مرستې له په لويه كچه سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو په مرسته او دوي سره د يووالي په څرګندونه كولو د نړيوالې ورورولۍ مننه كوؤ۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ د همكارانو په مرسته تر دې دمه د سېلاب ځپليو مرستې په لړ كښې 57 کروړه 50 لکه نه زياتې ډالرې مصرف كړې شوي۔ 27 لكه كورنيو ته نغدې پېسې وركړې شوي۔ ده ووئيل اوس مونږ د بحالۍ او بيا رغونې كار پلو روان يؤ دغسې چې اولس په خپلو پښو اودرېږي۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو ملګرو او همكارانو په مشاورت سره د بحالۍ او بيا رغونې يو بشپړه منصوبه راوړې۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ له 8 اربه امريكائي ډالرو او دومره نورې بهرنۍ مرستې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په جنېوا کنفرنس كښې ګډون كوؤنكو كښې تر ټولو زياته مرسته اسلامي پرمختيائي بېنك 4 اربه 20 كروړه ډالر اعلان كړې٬ دغسې نورو هېوادونو هم ځپليو لپاره د مرستې ګرانټ اعلان كړے۔ وزيراعظم باور وركړو چې يوه يوه پېسه به په سپېځلي توګه مصرف كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سېلاب ځپليو لپاره په ډونرز كنفرنس كښې اعلان كړے فنډز به په سپېځلي ډول مصرف كولې شي او په دې لړ كښې مې خپلې ډلې ته هدايت كړے چې هغه د دې فنډز تھرډ پارټي وېليډيېشن باوري كړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د دې سېلاب نه وړاندې لوي معاشي چېنلج سره مخ ؤ ٬ په ختيزه اروپاﺀ كښی د تاؤ تريخوالي د لاسه امپورټډ افراط زر يوه لويه مسئله وه ٬ د ګاز بيعې په نړيواله كچه زياتې شوې وې ٬ يو سخت صورتحال ؤ ٬ دې نه وروستو سېلاب هر څه له مينځه يوړل۔ په داسې حال كښې دا طمه زمونږ څخه څنګه لرلې شي چې مونږ د دې امپورټډ افراط زر بوج په خپل اولس بار كړؤ او په نړيواله كچه د تېلو د بيعو اضافي بوج سره دوي مخ كړؤ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ آئي اېم اېف پروګرام لپاره يو وارې بيا رابطه كړې او د دوي سخت شرطونه مو منلي او ترسره كولو له يۍ هڅې كوؤ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې ولاړو اوبو روزګار تباه كړے ٬ په دوي اضافي بوج څنګه بار كړؤ۔ ده ووئيل هيله لرؤ چې نړيوال مالياتي فنډ به مونږ ته ګنجائش ضرور راكړي او يوه ورځ به راشي چې مونږ به آئي اېم اېف پروګرام لپاره دلائل او حقائق وړاندې كړؤ۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس ووئيل ما پخپله د پاكستان دوره كولو سره د سېلاب د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ مشاهده كړې ٬ سېلاب پاكستانے اولس او انفراسټركچر زيات ځپلے دے ٬ د نړيوالې ورورولۍ فرض دي چې مرسته كولو له راوړاندې راشي۔ ده ووئيل پاكستان ته د سېلاب د لاسه د رسيدلي زيان تر مخه په لويه كچه به سرمايه كاري كول وي ٬ په دې لړ كښې به ریزیلیئنټ نړيوال كنفرنس مرستياله وګرځي۔ ده د پاكستاني قام د ملمستياﺀ جذبه ستائلو سره ووئيل پاكستان د څو لسيزو څخه د افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ پاكستاني اولس په دې سخت وخت كښې د خپلو سېلاب ځپليو وروڼو مرسته كړې ٬بيا هم د سېلاب د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ څخه وروستو بحالي او د بيا رغونې كار يو چېلنج دے۔ ده ووئيل پاکستان ماحولیاتی انصاف ته اړتيا لري٬ دې مقصد لپاره به نړيوالې ورورولۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلونونو د لاسه ګرده نړۍ خطر سره مخ ده٬ نن چې پاكستان كومې ستونزې سره مخ دے سبا بل كوم هېواد هم دې سره مخ كېدے شي۔ په نړيواله كچه د درجه حرارت او ماحولیاتی بدلونونو سبب جوړېدونكې د كاربن په اخراج كښی زياتوالے اندېښمن دے۔ د دې مخنيوي له په نړيواله كچه هڅو كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ پاكستان سره ولاړ يؤ او هيله لرؤ چې پاكستان به ډېر زر دې ستونزې څخه بهر شي۔ ده ووئيل پاكستان بحالۍ او د بيا رغونې كار له د مطلوبه فنډز نيمه برخه د خپلو وسائلو څخه ادا كوي او پاتې نيمه به د نړيوالې ورورولۍ په مرسته پوره كړې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه د فنډز او ملاتړ ترلاسه كولو په اړه په كنفرنس كښې لويه كاميابي ترلاسه شوې ٬ او دا ابتدا ده په دې لړ كښی به د نړيوالې مرستې هڅې دوامدارې ساتلې شي
د 33 ملينه سېلاب ځپليو بحالۍ او د بيا رغونې په چېلنج قابو موندلو لپاره د 8 اربه ډالرو نړيوالې مرستې هيله لرؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ