اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د امريكې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬پاكستان په شريك احترام او شريكه ګټه اډانه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو له لوظي دے۔ده دا خبره د امريكې ايوان نمائندګان د خارجه كمېټۍ چيئرمېن ګرے ګوري ميكس سره په خپلو خبرو اترو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ملقات كولو ۔چيئرمېن ګرے ګوري ميكس سره د آسيا ذيلي كمېټۍ چيئرمېن مين ايني بيرا هم موجود ؤ ۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاكستان د امريكې سره خپلې اړيكې مهمې ګني او په شريك احترام او په شريكه ګټه اډانه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو له لوظي دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل دوه اړخيزه تعميري رابطو سره سيمه كښې امن٬سلامتيا او پرمختګ ته وده ترلاسه كېدې شي۔ده ووئيل بايد د تجارت او سرمايه كارۍ رابطې لا زياتې كړی شي۔خارجه وزير ووئيل امريكا د پاكستان تر ټولو لويه برآمدي منډۍ ده۔خارجه وزير د پلاوي غړي په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ موقعو څخه هم خبر كړل۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان او امريكې ترمينځه پد ارليماني رابطو قوي كولو له د پارليماني پلاؤيود تګ راتګ په حاجت زور راوړو۔د خبرو په مهال د سيمې په بدل شوي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ده ووئيل په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه كوټلو هڅو ته اړتيا ده۔خارجه وزير پلاوې په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي لپاره د پاكستان د اړخه د وركړے شوې معاونت څخه خبر كړو۔ دغسې ګرے ګوري ميكس او ايمي بيرا د پاكستان دورې په مهال په مېلمستياﺀ كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او پاكستاني قيادت مننه وكړه۔د امريكې ايوان نمائندګان خارجه كمېټۍ چيئرمېن ګرے ګوري ميكس د كابل څخه د امريكائي وګړو په محفوظ انخلا د پاكستان د اړخه د كړې مرستې مننه وكړه۔ دغسې ګرے ګوري ميكس د پاكستان او امريكې دوه اړخيزه اړيكو اهميت تسليمولو سره د دې لا مستحكمولو په حاجت زور راوړو۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د امرېكې د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن ګرے ګوري ميكس ملاقات
مضمون کا ماخذ : números dupla sena