اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) ډاکټر علامه اقبال (رح) د نيمې وچې پاك و هند عظيم لارښود ٶ٬ د ډاکټر علامہ اقبال (رح) خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ ډاکټر علامه اقبال (رح) په خطبه آله آباد كښې د پاكستان تصور وړاندې كولو سره د نيمې وچې په مسلمانانو كښې د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره نوې روح پوكلې ٶ چې ورسره د ھغوي مشتركه منزل په ګوته كړې شو۔ د جمعې په ورځ پاکستاني قام او ملت اسلاميه د مفكر اسلام او شاعر مشرق ډاکټر علامه اقبال (رح) د زېږېدنې په 141مه ورځ ډاکټر علامه اقبال ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ډاکټر علامه اقبال (رح) د خپلو قائدانه صلاحيتونو په سبب د نيمې وچې مسلمانان آزادي ترلاسه كولو لپاره په عملي هلو ځلو آماده كړي وو او دا هم ?? ھغې هلو ځلو بركت دے ??ې نن مونږ په آزاد او جمهوري هېواد كښې ژوند كوٶ۔ ډاکټر علامه اقبال (رح) تل د اتحاد او اتفاق تلقين كړے٬ ډاکټر علامه اقبال (رح) په داسې وخت كښې د نېمي وچې مسلمانانو ته لاره وښودله كله چې دوي د غلامۍ په تيرو كښې ژوند كولو۔ د علامه اقبال افكارو او س??چ د اميد ھغه ډيوه بله كړه كومې چې د نېيمې وچې مسلمانانو د څو پېړو څخه هڅې كولې۔ د ډاکټر علامه اقبال (رح) فكر سره د تړون دا تقاضا ده چې مونږ نه يوازې د ھغه په سوچ ځان پوهه كړو بلكې په ھغې عمل كولو سره پاكستان په حقيقي معنې كښې ھغه رياست جوړ كړو د كومې چې ډاکټر علامه اقبال (رح) تصور وړاندې كړې ٶ او ھغه قائد اعظم محمد علي جناي (رح) عملي كړے ٶ۔ د نننۍ ورځې اهميت له مخې مونږ له د عظيم مفكر سوچ او فكر رامخې ته كول پكار دي او د ډاکټر علامه اقبال (رح) په تعلمياتو عمل كولو سره خوږ هېواد د فرقه پرستۍ ٬ انتها خوښۍ او د ترهګرۍ لعنت څخه پاكولو سره په حقيقي معنو كښې اسلامي فلاحي رياست په توګه پرمختګ وكړي او په نړۍ كښې عزت مند مقام ترلاسه كړي
د ډاکټر علامه اقبال (رح) خدمات به تل ياد ساتلې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت