بيجنګ 27 دسمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن ??قب??ل وئېلي دي سي پېك د يوې منطقې او د يو سړك تر ټولو لويه پروژه ده٬د سي پېك له مخې تراوسه د 30 اربه ډال??و پروژې عملې كړې شوي٬د شريكې كمېټۍ په 6مه غونډه كښې به د نويو پروژو شاملولو سره د سي پېك له مخې سرمايه كاري لا زياته شي۔د پاكستان او چين صنعتي مرسته به پاكستان كښې د معاشي انقلاب سوب وګرځي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ بيجنګ كښې د پېكنګ پوهنتون اكېډيميا ته د وېنا كولو په مهال وك??ې۔وفاقي وزير ووئيل د سي پېك له مخې د پاكستان او چين صنعتي مرسته به پاكستان كښې د معاشي انقلاب سوب وګرځي۔د سي پېك اكنامك زونز جوړېدو سره به د سرمايه كارۍ او روزګار نوې موقعې راپېدا شي۔وفاقي وزير ووئيل د سي پېك له مخې په وړومبي پړاؤ كښې به د پاكستان په ټولو صوبو كښې 8 صنعتي زونونه جوړولې شي۔په بلوچستان كښې د دوو زونز جوړولو تجويز دے چې پكښې ګوادر فري زون هم شامل دے۔ده ووئيل سي پېك له مخې په پروژو كار كوونكو د چينائي كمپنو حفاظت لپاره نوې فورس جوړولې شي۔ده ووئيل پاكستان او چين به په ګډه د سي پېك په ضد ناوړه مقاصد لرونكي قوتونه ناكامه كړي۔ده ووئيل د شريكې مرستې كمېټۍ په شپږمه غونډه كښې د اعلٰې صوبائي مشرانو ګډون د قومي اتحاد او يو والي څرګندونه ده٬د صوبو د ګډون په نتيجه كښې به د سي پېك پروژې زر تر زره ممكنې شي۔ده ووئيل د اوږدې مودې پروګرامونو د لارې به تعليم٬كركيلې او سېلګرۍ ته پرمختګ وركولې شي٬بايد د تعليم څانګې ودې لپاره د پاكستان او چين پوهنتونونه په ګډه كار وك??ي۔احسن ??قب??ل ووئېل د سي پېك له مخې به اولسي روابط زيات شي۔د پاكستان او چين د مېډيا ترمخه د مرستې او د شريكو پروژو په تجويز هم غور روان دے ۔
سي پېك د يوې منطقې او يو سړك تر ټولو لويه پروژه ده
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار